د خواشینی او خواخوږې پیغام
بسم الله اکبري بسم الله اکبري

 

په ډیره ستره او زړه بوږنوونکی خواشینی سره زموږ د غم ځپلی او جګړه ځپلی هیواد په سترو ناورینونو او ناخوالو همیش دردیدلی او زوریدلی مشر او ویاړلی سپین ږیری د جرګی، مرکی، څلی او نرخ یوه درنه او با وزنه سټه ارواښاد حاجی محمد څمکنی په کړیدلی، غمیدلی زړه او سترو ارمانونو سره له دی فانی نړی څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی.

انآلله و انا الیه راجعون

زه د کډوالی په مهال په یوه لیری پراته ټاټوبی کی د دغه غمجن او ویرجن خبر په اوریدو سره د خپلو تودو اوښکو تر شړقنده باران لاندی راغلم خدایږو سخت ودردیدم او د ده دصلابت او وجاهت درنه پښتنی څیره می سترګو ته ولاړه وه هغه انسان چی د خپل عمر په اوږدو کی یی تل د خپلو خلکو او ولسونو په منځ کی ژوند وکړ د هغو په غم، ښادی او د ژوند په ټولو چارو، ستونزو او ربړو په هواری کی یی رښتینی او صادقانه نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی او دخپل ولس په غم غمجن او په ښادی ښادمن و

هغه څوک یادوم چی د پښتنی او افغانی جرګو د ویاړ شمله وه

هغه لکه د اوسنیو واکدارانو په څیر پراخه پانګه نه درلوده دژوند په بهیر کی د زیاتو بی وسیو سره مخامخ و.

که څه هم په ملی او دولتی لوړو پوستونو کی یی دندی تر سره کړی او پخپل ټول فکری او معنوی ځواک سره یی په هیواد کی د سولی د ټینګښت او ملی روغی جوړی د تامین په لاره کی په سلګونو او زرګونو جرګی مرکی کړی دی او د ژوند تر وروستی شیبی پوری د خپل هیواد او هیوادوالو په غم وکړیده.

له هغه څخه دنګی دنګی ماڼی پاټی نه شوی خو د هغه درنه سټه هغه دنګه ماڼی ده چی زموږ دولسونو په منځ کی به تل په ویاړ او درنښت یادیږی.

ارواښاد حاجی محمد څمکنی یوه قوم یوی سیمی او یا یو ولایت ته منسوب نه و هغه د خپل هیواد د ټولو وروڼو ملیتونو، قومونو او سیمو سپین ږیری او خواخوږی مشر و.

ما زیات کلونه د هغه د مشر تابه او لارښوونی لاندی د جرګه ییزو او سوله ییزو کارونو ویاړ او افتخار درلود زه ځان عاجز بولم چی د داسی یوه ستر قومی، ملی او ټولنیز شخصیت ټولی ښیګڼی په دغه لنده لیکنه کی راونغاړم

.

ســـتا دښایست ګلــــونه ډیــر دی

ځولی می تنګه زه به کوم کوم ټولومه

زه په ډیر ژور تاثر سره د ارواښاد څمکنی صاحب د وفات له کبله د هغه درنی کورنۍ، زامنو او دوستانو ته د جمیل صبر او تسلیت غوښتنه کوم او د لوی خدای له سپیڅلی درباره ورته د فردوس جنت غواړم.

قالو انالله و انا الیه راجعون

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هیڅ خندا می له دی خلکو سره نه شی

ژړوی می هغه تلــلي تلــلي خــلک

نه پوهیږم چــی و کومی خواته ولاړل

لیدی نه شـی هغــه ما لیدلي خلک

 هالینډ.

 


November 18th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.




صالحه رشیدی
به مناسبت وفات حاجی صاحب محترم څمکی برای تمام خانواده محترم و خواهر زداه شان آقای نور ولی خان سکرتر دوم سفارت افغانستان در اتالیا تسلیت عرض میکنم برای مرحومی بهشت برین و برای بازمانده ګان شان صبر جمیل ارزو دارم




دیپلوم انجینیر مبارکشاه عزیز صافی
د هیواد دنامنتو سپیڅلی او د سولی رښتنی غوښتونکی شخصیت چه ټولو بی وزلو ولسونو ته هر څه غوشتل اودځان دپاره هیڅ اودا یی هم ثابته کړه نور زمونږ څنګ کی نشته ز۵ دهغه ولسی انسان کارګانوته داحترام او تعظیم سر ټیټوم د مرحوم پاتی شویو خپلوانو اودوستانو ته بلخصوص محترم فامیل ته یی تسلیت او خپل خواخږی وړاندی کوم او په دی غم کی ځان شریک ګړم دارواشاد روح دی ښاد او یاد یی همیشنی وی پ احترام



پيام تسليت شما


  • پيام شما پس از بازبینی منتشر خواهد شد.


نام (لازم):
پست الکترونیکی (نمایش داده نمیشود):
پيام شما:
 
 
مشعل